د کندهار په پنجوایي ولسوالي کي له 100 بې وزله کورنیو سره د شیدو د اوزو مرسته وشوه
رغون کندهار د بیا ودانولو مؤسسې (جي کي ار او) په پنجوایي ولسوالي کی له 100 غریبو کورنیو سره د شیدو د اوزود مرستي تر عنوان لاندي له 100 غریبو کورنیو سره د کورنۍ په سر د شیدو د یوې اوزې مرسته وکړه
دا مرستي د انجوګانو د ملاتړ پروګرام (ان سی سی ایس پي) په ملاتړ تر سره کیږي
ځايي اوسیدونکي په خاص ډول ګټه اخستونکي د داسي مرستو له لړۍ څخه خوښي ښيي. له دې جملې څخه محمد رحیم د پنجوایي ولسوالي اوسیدونکي وویل چي پنجوایي ولسوالي ته باید لا نور د زراعت او مالداري په برخه کي پاملرنه وشي
د زرغون کندهار د بیا ودانولو مؤسسې (جي کي ار او) ددې پروژې مدیر ذبیح الله نهضتمل وويل یاده مؤسسه په جنوب غرب زون کي د کلونو راهیسي د خوړو د خوندیتوب او مهاجرینو په برخه کي کار کوي چي په دې ورستیو کي یي دا ډول زراعتي او معشیتي پروګرامونه هم په لاره اچولي او تر ډیره د اړمنو خلکو د ژوندانه په ښه کولو کی ګټور ثابت شوي. دی زیاتوي چي اړمنو خلکو ته د مرستي د رسولو په برخه کی یو لړ پلانونه لري چی ژر به عملي کړل شي. نوموړي د کندهار د زراعت ریاست او مالداري امریت څخه د بشپړي همکاري په پار مننه وکړه